ژبه

بلخ او بادغیس کې دوه ښځې وژل شوې دي

توسط غلام سخی فروتن

مې 10, 2023 - 4:45 pm

Views: 159

سرپل، قلعه‌نو (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): سیمه‌ییزې سرچینې په بادغیس ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ او په مزارشریف کې د یوه سړي له خوا د خپلې ښځې د وژل کېدو خبر ورکوي.

د باغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازیو کلي کې یوه ښځه د نامعلو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د یادې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د پېښې څرنګوالي معلومولو او د مجرم پېژندلو په موخه څېړنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې، د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ یوه قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازیو کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «مقتوله عالیه نومېده او تېره شپه په داسې حال چې ویده وه، وسله‌وال کس یې کور ته ورغلی او پرې ډزې کړې او وروسته له سیمې تښتېدلی دی.»

د هغه په خبره، وژل شوې نجلۍ ۱۶ کلنه او کوژدن شوې وه.

د یوه بل خبر له مخې، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوه کس خپله ښځه وژلې ده.

د یادې پېښې په تړاو د سرپل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري وایي، تېره ورځ د سرپل د مرکز اړوند لغمان کلي اوسېدونکي ۳۵ کلن عبدالرازق -چې له ایرانه راستون شوی و- خپله مېرمن چې ۱۷ کلنه وه، د مزارشریف ښار د قلعه‌زینې لاره کې د چاړه په وسیله وژلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کس د پېښې له ځایه تېښتېدلی، خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه وویل چې دغه کس له خپلې ښځې سره شاوخوا پنځه کاله په ایران کې کډوال و.

هغه د تورن کس د کورنۍ له قوله ویلي چې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي په پایله کې شوې ده.