Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تالقان (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ هزارباغ سیمې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله څلور ملکیان ټپیان شوي دي.
د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو ځيني اوسېدونکي د امو سیند پر غاړه د تحکیماتو له نشتوالي اندېښمن دي او وایي، که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.
محبالله چې د ګوزڼ له امله پر دواړو پښو معلول دى وايي، دوه کاله کېږي چې له پوهنتونه فارغ شوى، خو د معلوليت له امله نه دى توانيدلی چې په کومه دولتي یا خصوصي اداره کې ځان ته دنده پيدا کړي.
په تخار کې د چپنو ځيني تولیدوونکي وایي، که حکومت ترې ملاتړ وکړي، ګاونډیو هېوادونو ته د خپلو لاسي صنایعو په صادرولو سره به د کورنیو د اقتصاد ښه کېدو او هېواد کې د مثبت تغییر شاهدان اووسي.
د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې خو چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د تخار د رستاق ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، د «شاهواقف» تاریخي ابده چې ۹۵۰ کاله لرغونتوب لري، د حکومت نه پاملرنې له امله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو اړوند د ځینو لرو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې له هر ډول مخابراتي خدماتو بېبرخي دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
په تخار کې د مېوهلرونکو نیالګیو د پالنې اتحادیې مسوولین وایي، ۲۰ ډوله مثمرو نیالګيو ته چې ریښې یې له بېلابېلو هېوادونو څخه پېرل شوې وې، پالنه ورکړل شوې چې د لږ ځای په نیولو سره ډېر حاصلات ترې ترلاسه کېږي.
د تخار حکومتي سرچینې د دغه ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د یوه ځوان له وژل کېدو خبر ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن