ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار یو اوسېدونکی: د ډاکټر غیر مسلکي‌والي له امله معلول او له خپلو هیلو لرې پاتې شوم

د تخار یو اوسېدونکی: د ډاکټر غیر مسلکي‌والي له امله معلول او له خپلو هیلو لرې پاتې شوم

author avatar
6 Mar 2023 - 17:22
د تخار یو اوسېدونکی: د ډاکټر غیر مسلکي‌والي له امله معلول او له خپلو هیلو لرې پاتې شوم
author avatar
6 Mar 2023 - 17:22

تالقان (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د تخار ولایت اوسېدونکی ۳۰ کلن جان‌محمد وايي، هیله یې درلوده چې انجنیر شي خو له روغتیايي خدماتو محرومیت او د ډاکتر نه مسلکي‌والی د دې لامل شو چې پر یوه معلول کس بدل او د کورنۍ د اوږو بار شي.

هغه چې په ​​ماشومتوب کې ناروغ او د درملنې په موخه یوه غېرمسلکي ډاکتر ته لېږدول شوی و، پر پښه د پېچکارۍ لګولو له امله پر یوه معلول کس بدل شو.

نوموړي له حکومته د یاد ولایت په لرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو غوښتنه وکړه.

په لرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی، روغتونونو ته د ناروغانو د لېږد لپاره د امکاناتو نه شتون او د سړکونو خرابوالی هغه لاملونه دي چې د تخار په لرو سیمو کې ناروغان کله ناکله ژوند له لاسه ورکوي.

جان‌محمد چې د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکى او د دغو محروميتونو يو قرباني دى، له پژواک سره په مرکه کې وويل: «کله چې ماشوم وم ناروغ شوم، کورنۍ مې د امکاناتو او زموږ په سیمه کې‎ د معیاري روغتیایی مرکزونو او مسلکي ډاکتر نشتوالي له امله زه د درملنې لپاره په کلي کې یوه غیرمسلکي ډاکتر ته بوتلم چې د هغه له خوا د یوې پېچکارۍ راکولو له امله اوس له کلونو راهیسې پر پښه معلول او د کورنۍ د اوږو بار یم.»

جان‌محمد چې اوس په معلولو پښو، مړاوې څېرې او ستړي ژوند د تالقان ښار په کوڅو کې د کار په لټه کې دی، له اوښکو په ډکو سترګو وایي: «هیله مې وه چې ډاکټر شم او په ټولنه کې یو ګټور انسان اووسم؛ خو زموږ په سیمه کې د یوه ډاکټر نه مسلکي‌والی او سخت روغتیايي محرومیت سبب شول څو د ژوند له سختیو سره مخ شم، اوس معلول او داسې یو کس شوی یم چې همکارۍ ته اړتیا لرم.»

هغه د خپلو خبرو په دوام کې زیاتوي، په لرو سیمو کې روغتیايي محرومیت ډېر وخت د ناروغانو د قرباني کېدلو لامل ګرځي.

هغه له اوسني حکومته غواړي چې په ډېرو لرو سیمو کې له امکاناتو محرومو خلکو ته روغتیایي مرکزونه جوړ کړي څو د ورته قربانیو شاهد ونه اوسي.

نوموړي له ناوړه اقتصادي وضعیته اندېښنه ښيي او وایي، اووه کسیزه کورنۍ لري چې یوازې سپین ږیری پلار یې یوه ګوله ډوډۍ ورته پیدا کوي.

هغه وویل: «څو ځله د معلولینو او شهیدانو ریاست په ګډون د مرستندویه بنسټونو دروازو ته ورغلم، تر اوسه د هغوی له خوا هیڅ ډول پاملرنه راته نه ده شوې.»

نوموړي همداراز له سرپرست حکومته معلولینو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د تخار د شهیدانو او معلولینو رییس مولوي احسان‌الله وايي، په دغه ولایت کې د معلولینو د اسنادو څېړلو چارې روانې وې چې پنځه ورځې کېږي د مالي کال پای ته رسېدو له امله درېدلې دې او د نوي کال له پیلېدو سره به دغه چاره بېرته پیل شي.

د هغه په خبره، د اسنادو څېړلو په پایله کې هڅه کېږي چې په دغه ولايت کې هېڅ معلول له خپل امتيازه بې برخې پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار د عامې روغتيا رياست مسوولينو له دې مخکې هم له پژواک سره په مرکه کې د دغه ولايت په لرو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو جوړېدو او تمويلولو خبر ورکړى و.

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.