ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د بهارک ولسوالۍ خلک برېښنا، د څښاک پاکو اوبو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د تخار د بهارک ولسوالۍ خلک برېښنا، د څښاک پاکو اوبو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
9 Feb 2023 - 12:23
د تخار د بهارک ولسوالۍ خلک برېښنا، د څښاک پاکو اوبو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
9 Feb 2023 - 12:23

تالقان (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، مجهزو روغتیايي مرکزونو او مواصلاتي لارو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په تېر حکومت کې یې په ځلونو خپل غږ پورته کړ خو چا پاملرنه ورته ونه کړه.

دوی له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي ډاکټر نسیم وویل: «موږ تر ټولو محروم خلک یو، د ژوند له ټولو امکاناتو او اسانتیاوو بې‌برخې یو، برېښنا نه لرو، سړک نه لرو، پاکې اوبه نه لرو، روغتیايي مرکزونه مو اړتیاوې نه پوره کوي، حکومت باید موږ ته پاملرنه وکړي.»

هغه وايي، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي هر کال د پاکو اوبو نشتوالي له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

د نوموړي په خبره، د ډاکترانو پایلو ښودلې چې د دغو نارغیو لامل پاکو اوبو ته نه لاسرسی دی.

هغه له حکومت او موسسو دغو ستونزو ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدنکی ثناالله وايي چې له ټولو امکاناتو د محرومیت ترڅنګ، د ژمي په سړه هوا کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی دوی ته یوه جدي ستونزه جوړه شوې چې ځیني وخت یې ناروغان روغتیايي مرکز ته له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي له سرپرست حکومته وغوښتل چې دې برخو ته پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د تخار د بهارک ولسوال قاري عبدالمالک جمیل که څه هم د خلکو ستونزې مني خو ډاډ ورکوي چې د هواري هڅې یې روانې دي.

د هغه په خبره، که څه هم خلک له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي، خو په دې وروستیو کې د ۶۲۰ کورنیو د برېښنا ستونزه هواره شوې ده، په دغه ولسوالۍ کې د خلکو ستونزو حلولو په موخه پنځه روغتیايي مرکزونه فعالیت لري او د مواصلاتي لارو او پاکو اوبو د ستونزو هواري لپاره د موسسو په همغږۍ هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې بهارک ولسوالي د تخار له مرکزي او لومړۍ درجې ولسوالیو بلل کېږي چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنې بوخت دي.

Visits: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.