Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تالقان (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د تخار د خواجهغار او د کندوز د دشتارچي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر د کرنیزو ځمکو خړوبولو یوه
د تخار ولايت د لرو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او ناامنيو له امله ان له لومړنيو روغتيايي خدمتونو هم بېبرخې پاتې شوي دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولينو د تخار له خبريالانو سره په لیدنه کې وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره د هېواد په کچه هڅې روانې دي.
د تخار د مرکز تالقان ښار ځیني اوسېدونکي د چاپېریال ککړتیا له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د خلکو او هوټللرونکو له خوا د ښاري فرهنګ او نظافت مراعاتولو ته نه پاملرنه او په حمامونو کې د تصفیهکوونکو وسایلو نه شتون په دغه ښار کې د هوا ککړتیا لامل شوي دي.
د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې وروستۍ سړې هوا په دغه ولایت کې د شاتو ۷۰ سلنه مُچۍ د مناسب ځای، د تخصص او مسلکیتوب نشتوالي له امله له منځه وړې دي.
تالقان (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): په تخار کې د وروستیو جګړو قرباني بهادر چې غوښتل یې ډاکټر شي، خو جګړې ترې دا هیله واخیسته او
خدیجه هغه بوډۍ چې خاوند یې د وروستیو جګړو له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې، اوس خپل معلول خاوند په وېلچیر کې د تالقان ښار پر سړکونو ګرځوي او یوې مړۍ ډوډۍ موندلو پسې سرګردانه ده.
د تخار د ینګيقلعه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د یخبندان له امله د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري او وایي، د سړې هوا او یخبندان له امله د زرګونو کورنیو ارتباطي لاره د دغې ولسوالۍ په خواجه حافظ سیمه کې بنده شوې او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.
چاقو جوړونه چې په تخار کې یو له مخکنیو ژوندي پاتې صنعتونو دی، صنعتګر یې خپلو تولیداتو ته د خلکو د لېوالتیا له کمېدو اندېښمن دي.
که څه هم په دې وروستیو کې تخار کې هوا ډېره سړه شوې، خو په ځينو کورنیو کې بېروزګارۍ، د سرپرست نشتوالي او د بېوزلۍ زیاتوالي ځينې ښځې مجبورې کړې چې د تالقان ښار په واټونو کې ډوډۍ وپلوري.
تخار له وروستیو اورښتونو سره سم ځيني ګروندګر خوښي څرګندوي، وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات ښه نه وو خو راتلونکي کال ته هیلهمن دي.
په تخار کې د زرمینځنې ځینو شرکتونو مسوولینو په دغه ولایت کې د سرو زرو په کانونو کې د کارونو بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د سرو زرو په کانونو کې چارې درېدلې او په پایله کې یې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه هغه کارګر چې دلته پر کار بوخت وو، بېکاره شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن