ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د زرمینځنې شرکتونو مسوولین: د سرو زرو کانونو د استخراج چارو بندولو سره زرګونه کارګر بې‌کاره شوي

تخار کې د زرمینځنې شرکتونو مسوولین: د سرو زرو کانونو د استخراج چارو بندولو سره زرګونه کارګر بې‌کاره شوي

author avatar
8 Jan 2023 - 19:30
تخار کې د زرمینځنې شرکتونو مسوولین: د سرو زرو کانونو د استخراج چارو بندولو سره زرګونه کارګر بې‌کاره شوي
author avatar
8 Jan 2023 - 19:30

تالقان (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): په تخار کې د زرمینځنې ځینو شرکتونو مسوولینو په دغه ولایت کې د سرو زرو په کانونو کې د کارونو بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د سرو زرو په کانونو کې چارې درېدلې او په پایله کې یې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه هغه کارګر چې دلته پر کار بوخت وو، بې‌کاره شوي دي.

د هغوی په باور، د کار زمینې نشتوالی د جنایي جرمونو او وسله‌والو غلاوو د ډېرېدو یوازینی لامل دی، نو حکومت باید په یاد ولایت کې د سرو زرو د کان استخراج کارونه پیل کړي څو خلک پر کار بوخت شي.

په تخار ولایت کې د زرمینځنې یوه شرکت مسوول حبیب‌الرحمن وایي: «شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د حکومت له خوا د طرزالعمل برابرولو په پلمه د سرو زرو په کانونو کې کارونه ځنډېدلي چې په پایله کې یې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه کارګر چې په دغه کان کې پر کار بوخت وو او له همدې لارې یې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروله، اوسمهال له بې‌کارۍ شکایت لري.»

نوموړی زیاتوي، د تخار د سرو زرو په کانونو کې د زرمینځنې کارونو درېدل په دغه ولایت کې د سلو زرو کسانو د بې‌کارۍ لامل شوی او اوس هغوی په یوه بې‌برخلیکه حالت کې دي.

د هغه په خبره، بې‌کاري د جنايي جرمونو د ډېرېدو لامل ګرځي، حکومت باید په یاد ولایت کې د سرو زرو د کانونو چارې پیل کړي، څو د جنايي جرمونو او بېکارۍ کچې زیاتېدو مخنیوی وشي.

نوموړي وویل، د زرمینځنې هر شرکت د سرو زرو کان د استخراج چارې درېدو له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره د کارګرو د بې‌کاره کېدو ترڅنګ، له مالي زیان سره هم مخ کېږي او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

په دغه حال کې، د تخار د کانونو ریاست مسوولینو له پژواک اژانس سره په خبرو کې د سرو زرو کانونو غیرمسلکي استخراج د کانونو د چارو بندولو یو لامل بولي او ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې یو ځانګړی طرزالعمل ترتیب شوی چې له مخې به یې ډېر ژر په دغه ولایت کې د سرو زرو کان د استخراج چارې پیل شي.

د تخار ولایت د کانونو رییس مولوي عبدالناصر حقاني وایي: «شاوخوا اووه میاشتې مخکې د وزارت له لوري دغې ادارې ته د سرو زرو کان د غیرمسلکي او غیرفني استخراج له امله د چارو بندولو په اړه یو مکتوب رسېدلی و، له هغه وروسته په دغه کان کې د استخراج کار د یوه ځانګړي طرزالعمل تر برابرولو پورې بند شو چې په پایله کې یې زرګونه کسان هم وزګار شوي دي.»

نوموړی ډاډ ورکوي چې د سرو زرو کان د استخراج په اړه یو ځانګړی طرزالعمل ترتیب شوی او ډېر ژر به قراردادي شرکتونو ته اجازه ورکړل شي څو خپل کارونه بېرته پیل کړي.

له بلې خوا، د کانونو او پټرولیم وزارت د همغږۍ رییس مولوي عبدالله نعماني – چې د کان د کارونو  ارزونې په موخه تخار ولایت ته سفر کړی- له پژواک سره په خبرو کې وویل: «په کان کې د کارګرانو ستونزو هواري او د خلکو ستونزو څېړنې لپاره مو د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر کړی، څو ستونزې له نږدې وڅېړو او د مشخص طرزالعمل مطابق د دغه ولایت په کان کې کارونه بېرته پیل شي.»

هغه ډاډ ورکوي، د هغو شرکتونو مخه به نیسي چې په دغه ولایت کې یې د کانونو استخراج چارې له جواز پرته او په غیرمسلکي ډول پیل کړې دي؛ دغه‌راز د زرمینځلو کار بېرته پیلېدو په تړاو د یوه ځانګړي طرزالعمل ترتیبولو هڅې دوام لري.

تخار د پراخو طبعي سرچینو لرونکی ولایت دی چې ډېر سره زر په چاه‌اب، رستاق، کلفګان، خواجه‌غار او د تالقان ښار په ځینو ساحو کې لري او خلک د زرمینځنې له لارې یې استخراجوي.

Visits: 298

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.