ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ډوډۍ‌پلورونکې ښځې د ډوډۍ پلورلو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت لري

تخار کې ډوډۍ‌پلورونکې ښځې د ډوډۍ پلورلو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت لري

author avatar
17 Jan 2023 - 16:59
تخار کې ډوډۍ‌پلورونکې ښځې د ډوډۍ پلورلو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت لري
author avatar
17 Jan 2023 - 16:59

تالقان (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): که څه هم په دې وروستیو کې تخار کې هوا ډېره سړه شوې، خو په ځينو کورنیو کې بې‌روزګارۍ، د سرپرست نشتوالي او د بې‌وزلۍ زیاتوالي ځينې ښځې مجبورې کړې چې د تالقان ښار په واټونو کې ډوډۍ وپلوري.

دغو ښځو له پژواک اژانس سره په خبرو کې شکایت وکړ چې له یوې خوا ډوډۍ پلورلو لپاره یې مناسب ځای نشته او له بلې د ځینو نارینه‌وو له خوا ځورول کېږي چې له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه لري.

۳۰ کلنه زرمینه چې د سختې واورې او سړې هوا په زغملو سره، له ناکامه د تالقان ښار په یوه څنډه کې ډوډۍ پلورلو ته ناسته ده، وايي: «په یوه کرايي کور کې له درېیو کونډو سره ژوند کوم، د کور سرپرست نه لرو، اړ یو چې د سړې هوا په زغملو سره ډوډۍ وپلورو او ګوزاره وکړو.»

زرمینه چې د یوې ۹ کسیز کورنۍ یوازېنۍ نفقه‌راوړنکې ده، زیاتوي: «خاوند مې په تېرو جګړو کې ووژل شو، واړه او کوچني ماشومان مې یتیمان شول، زه مجبوره شوم چې ډوډۍ پلورنې ته مخه کړم، په داسې حال کې چې د پلور لپاره مناسب ځای نه لرو، له یوې خوا د اوړو او لرګیو بیې لوړې شوې، لګښتونه مې نشم پوره کولی، خو مجبوره یم چې خپلې ډوډۍ پلورنې ته دوام ورکړم، له دې پرته اولادونه به مې وږي پاتې شي.»

په تالقان ښار کې یوې بلې ډوډۍ پلورنکې لطیفې له پژواک سره په خبرو کې وویل: «شپږ کاله کېږي چې تالقان ښار کې ډوډۍ پلورم، د اوړي په سره لمر او د ژمي په بارانونو او واورو کې پر واټونو ډوډۍ پلورم.»

هغه زیاتوي چې ډېری وخت د ځينو بداخلاقو سړیو له خوا د ډوډۍ اخیستو په پلمه ځورول کېږي او د ټیلیفون نمبر ورته لیکي څو له هغه سره اړیکه ونیسي.

خو هغه چې مجبوره ده دا ټولې بدې کړنې وزغمي، له حکومته غواړي څو دوی ته مناسب ځای برابر کړي چې له ګرمۍ، سړې هوا او د خلکو له ځورونې خوندي اووسي.

د هغې په خبره، د تېر حکومت پرمهال دوی څو ځلې خپل غږ پورته کړ چې ښځینه ډوډۍ پلورونکې مناسب ځای نه لري، خو غوښتنو ته یې تر اوسه پاملرنه نه ده شوې.

په همدې حال کې، د تخار ولایت د کار او ټولینزو چارو رییس ملا سیف‌الله مبارز که څه هم د یادو ښځو ستونزې مني خو وایي، په دغه ولایت کې د ډوډۍ پلورونکو ښځو د ستونزو هواري لپاره هڅې پیل شوې او له مرستندویه موسسو سره همغږي شوې څو هغو ته جدي رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې چې لسګونې ښځې چې د هغوی په منځ کې ماشومان هم شته، د بې‌رزوګارۍ او بې‌وزلۍ له امله د تالقان ښار په واټونو کې پر ډوډۍ پلورنې بوخت دي چې کله ناکله د مناسب ځای له نشتوالي او د نارینه‌وو له خوا له ځورونې شکایت کوي.

Visits: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.