ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو یوه کانال د کار درېدو د تخار – کندوز سرحدي سیمې کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي 

د اوبو یوه کانال د کار درېدو د تخار – کندوز سرحدي سیمې کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي 

author avatar
4 Mar 2023 - 18:24
د اوبو یوه کانال د کار درېدو د تخار – کندوز سرحدي سیمې کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي 
author avatar
4 Mar 2023 - 18:24

تالقان (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د تخار د خواجه‌غار او د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر د کرنیزو ځمکو خړوبولو یوه کانال د چارو درېدو ته اندېښمن دي او له حکومته د دغه کانال د جوړولو غوښتنه کوي.

هغوی وايي، په خواجه‌غار ولسوالۍ کې د دشت‌ارچي د ۲۰ کیلومتره کانال جوړولو چارې څو کاله مخکې د ۱۴ میلیون ډالرو په لګښت پیل شوې وې چې د څلور کیلومتره کارونه یې بشپړ شوي خو نور یې نیمګړي پاتې دي.

د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالۍ يو کروندګر سيدعلي وايي، ټاکل شوې وه چې د یاد کانال په بشپړېدو سره ١٨٠ زره جريب کرنيزه ځمکه خړوبه او سلګونه کورنۍ د کوکچې سیند له اوبو برخمنې شي، خو چارې يې د پخوانیو مسوولینو د نه پاملرنې له امله نیمګړې پاتې دي.

هغه زیاتوي، ‎په خواجه‌غار ولسوالۍ کې د دشت‌ارچي کانال په جوړېدو سره د دواړو ولایتونو (تخار او کندوز) ترمنځ د سرحدي سیمې د کروندګرو ستونزې هوارېدې چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی یې درلود، خو یوازې څلور کیلومتره یې تحکیم او کانکرېټ شوی او ۱۶ کیلومتره یې ویجاړ پاتې چې هر کال کروندګر یې په خپل شخصي لګښت ترمیم او پاکوي.

د خواجه‌غار ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالولي هم وايي، دغه ۲۰ کيلومتره کانال د کوکچې له سینده په يوه ثانيه کې د ٣٥ متر مکعب اوبو د لېږد ظرفيت لري چې د دوو سرحدي ولسواليو څه باندې ١٨٠ زره جريب ځمکه خړوبوله او سلګونو کورنیو له دې اوبو د څښاک لپاره ګټه اخیستله، خو د کارونو درېدو له امله یې د دغې سرحدي سیمې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره، د یاد کانال د نه تحکیمولو او د کار نه بشپړېدو له امله یې جوړې شوې برخې هم د اوبو پورته کېدو په پایله کې ویجاړې شوې او ډېری وخت د کروندګرو کښتونه د اوبو نشتوالي له امله وچېږي.

هغه له حکومته د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې، د یاد کانال باشي حاجی نجم‌الدین وایي، د مسوولینو د نه پاملرنې له امله د دغه کانال د جوړولو او ترمیم چارې یې د کروندګرو په شخصي لګښت پیل کړې او بشپړېدل یې یوه میاشت وخت نیسي.

نوموړي زیاته کړه چې که حکومت د یاد کانال کار بشپړ کړي، د دوو سرحدي ولسوالیو د زرګونو کروندګرو ستونزې به ورسره حل شي.

په ورته وخت کې، د تخار د سیندیزې حوزې رییس مولوي صبغت‌الله قانع وایي، د یاد کانال کار د تېر حکومت له سقوط او د اسیایي بانک د فعالیت له درېدو سره سم په ټپه ولاړ دی او اوس هڅې روانې دي چې په را روان کې د دشت ارچي کانال په ګډون د نیمګړو پروژو کارونه بیا پیل شي.

همداراز د کندوز د دشت ارچی ولسوال هجرت‌الله نصرت وایي، د یاد کانال چارې د ۲۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه د ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت دوام درلود چې د وروستيو بدلونونو په پایله کې د اسیایی بانک له لوري یې کارونه په ټپه ودرېدل او د چارو د بیا پیلولو لپاره یې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کوکچې سیند د بدخشان له غره سرچینه اخلي چې د دشت ارچي او خواجه غار ولسوالیو اوسېدونکو هم د هغه له اوبو ګټه اخلي.

Visits: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.