ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې وروستۍ واورې؛ د ینګي‌قلعه زرګونه اوسېدونکي د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري

تخار کې وروستۍ واورې؛ د ینګي‌قلعه زرګونه اوسېدونکي د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري

author avatar
20 Jan 2023 - 13:44
تخار کې وروستۍ واورې؛ د ینګي‌قلعه زرګونه اوسېدونکي د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري
author avatar
20 Jan 2023 - 13:44

تالقان (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د تخار د ینګي‌قلعه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د یخبندان له امله د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري او وایي، د سړې هوا او یخبندان له امله د زرګونو کورنیو ارتباطي لاره د دغې ولسوالۍ په خواجه حافظ سیمه کې بنده شوې او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

د هغوی په خبره، د سیمې خلک د بېلچو او کلنګونو په وسیله د یادې لارې پاکولو هڅه کوي څو خپل ناروغان روغتون ته ولېږدولای شي.

د ینګي‌قلعه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رواج‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم له وروستیو واورو ورېدو مخکې خلک په خواجه حافظ سیمه کې د پلونو او مواصلاتي لارو نشتون له امله له ستونزو سره مخ وو، خو د وروستۍ واورې له امله د سیمې د سیند اوبه یخ وهلې دي.

د هغه په خبره، له همدې امله زرګونه کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او تالقان ښار ته د تګ راتګ له پلوه ستونزو سره مخ دي او تر اوسه حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاتوي: «د بدخشان شهر بزرګ، رستاق او چاه اب ولسوالیو سېلابونه د خواجه حافظ له دې ساحې تېرېدل چې د وروستیو واورو له امله په بشپړ ډول یخک شوي، موټر پرې تګ راتګ نه شي کولی، ناروغان په ډېرو ستونزو او د بېلچې او کلنګ په وسیله د لارې په پاکولو سره تر روغتونه رسوو، له حکومته غواړو چې دا ستونزه حل کړي.»

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد جواد هم پژواک ته وویل، د وروستیو ورځو واورې له امله د سیمې اوبه یخ وهلې، موټرونه پرې تګ راتګ نه شي کولی، د لسګونو کلیو اوسېدونکي د مواصلاتي لارو نشتوالي له امله په یخبندان کې بند پاتې او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي، د خواجه حافظ سیمه د سیمې خلک له چاه آب، ینګي‌قلعه ولسوالیو او تالقان ښار سره نښلوي چې د وروستي یخبندان له مله له ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په خبره، په تېر حکومت کې په ځلونو د دغې لارې او پله جوړولو ژمنې شوې وې خو د فساد له امله هیڅ پاملرنه ونه شوه، اوس دوی له سرپرست حکومته دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې، د تخار ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ملا احمد سیر ساجد له پژواک سره په خبرو کې د مواصلاتي لارې نشتوالي له پلوه د خلکو ستونزې تاید کړې خو وایي، د یادې سیمې د خلکو مواصلاتي لاره له سنګلاخ څخه تېرېږي چې اوبه لري او په ژمي کې یخک کېږي او د پله جوړېدو ته اړتیا شته.

هغه وویل یاده اداره د دغه پله جوړولو لپاره کافي بودجه نه لري.

خو نوموړی ډاډ ورکوي چې د سیمې خلک دې یادې ادارې ته یوه لیکلې عریضه واستوي، اړوندې ادارې او موسسې به په سیمه کې ورته د یوه پله جوړولو برخه کې هڅې وکړي څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.