د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی چې څه باندې څلور زره نومرې به ولري، جوړېږي.
د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټه وايي، د افغانستان روان اقتصادي، بشري او چاپېریالي کړکېچ ته په کتو، د سویډن حکومت باید ژر تر ژره د مرستو او همکاریو یو منظم او دوامدار پلان جوړ او عملي کړي.
د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) له خوا د شلاوریزو لوبو په تازه درجهبندۍ کې د افغانستان ملي لوبډله د یوه مقام په پرمختګ سره نهم ځای خپل کړی دی.
نن د مرکز کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ او پر غزه د اسرائیلو د بریدونو پر ضد لاریونونه وکړل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت، افغانانو ته د وېزو ورکړې بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي، دغه هېواد افغانانو ته د بېړنیو (ایمرجنسي) ویزو د ورکړې سیسټم لغوه او پر ځای یې یو نوی سیسټم رامنځته کړی دی.
د راپورونو له مخې، اسراییل د امریکا له لوري غزه کې د اوربند چمتو شوې طرحه منلې ده خو حماس ویلي له داسې طرحې سره به موافقه ونه کړي چې په دایمي توګه د جګړې د بندېدو لامل نه ګرځي.
د راپورونو له مخې، د پنجاب صادقاباد سیمې څخه کویټې ته پر لاره یو مسافر وړونکی بس چپه شوی چې څلور کسانو پهکې وژند له لاسه ورکړی او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د کابل ولایت د چاپېریالساتنې امریت بېرته پر ریاست بدل او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
اسلامي امارت نن ۹۱ بېلابېلو شرکتونو ته په صنعتي سیمو کې د ځمکو د سندونو وېشلو لړۍ پیل کړه.
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجکستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان د تېرو ۲۵ کلونو شلاوریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو ډله کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د انګلیستان په لیورپول ښار کې تېره شپه د فوټبال اتلولۍ نمانځنې پر مهال یو موټر د خلکو پر ګڼهګوڼه ورغلی او ۵۰ کسان یې ټپیان کړي دي.