Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسراییل د امریکا د اوربند طرحه منلې خو حماس موافقه نه ده کړې

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسراییل د امریکا له لوري غزه کې د اوربند چمتو شوې طرحه منلې ده خو حماس ویلي له داسې طرحې سره به موافقه ونه کړي چې په دایمي توګه د جګړې د بندېدو لامل نه ګرځي.

رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې اسراییل په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا طرحه مخکې له دې چې حماس ته واستول شي، لاسلیک کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، په دغه طرحه کې غزه کې د ۶۰ ورځنۍ اوربند او د بشري مرستو لېږد شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، حماس دا مهال پر دغه طرحه غور کوي.

بلخوا نن د بي‌بي‌سي په یوه راپور کې راغلي، د حماس یوه چارواکي ویلي چې د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف له هغه وړاندیز سره به موافقه و نه کړي چې د ۶۰ ورځو اوربند په بدل کې د لسو ژوندي اسرائیلي بندیانو خوشي کولو ته اشاره کوي؛ ځکه چې په دې توافق سره جګړه په دایمي توګه نه درېږي.

په راپور کې راغلي، د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې تایید کړه چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز «زموږ د خلکو هېڅ غوښتنې ته ځواب نه وايي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د اسرائيل او حماس ترمنځ  د اوربند او بندیانو د تبادلې لنډمهالی تړون شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.