Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راشدخان د تېرو ۲۵ کلونو شل‌اوریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو ډله کې لومړی مقام خپل کړی

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان د تېرو ۲۵ کلونو شل‌اوریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو ډله کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د کرکټ مشهورې ویب‌پاڼې کرک انفو د یوې څېړنیزې پروسې له مخې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د شل‌اوریزو سیالیو ۲۵ غوره لوبغاړي په ګوته کړي چې راشدخان په‌کې په لومړي مقام کې دی.

کرک‌ انفو د راشدخان د ۲۰ اوریزو سیالیو کیریر تحلیل کړی، د لوبو په ګټلو کې یې د نوموړي اغېز او په لیګونو کې یې د هغه لوبېدل څېړلي او دغه راز یې د کرکټ له نوموتو لیګ‌بریکرانو سره د هغه توپ‌اچونه مقایسه کړې ده.

په دې اړه د کرک‌ انفو په خپاره کړي راپور کې د ۲۰ اوریزو لوبو د ۲۵ مخکښو لوبغاړو نومونه راغلي چې یوازې پنځه یې متخصص توپ‌اچوونکي دي او راشدخان له دې ډلې د وړتیا او ریکارډونو درلودو پر اساس لومړي مقام ته غوره شوی دی.

راپور کې د راشدخان د توپ‌اچونې پر ځانګړتیاوو بېلابېلې تبصرې شوې او د نوموړي توپ‌اچونه یې د پاکستاني عبدالقادر، اسټرالیایي شین وارن او هندي انیل کمبلي سره پرتله کړې ده.

د سرعت له مخې یې د راشدخان مقایسه بیا د پاکستاني شاهد افریدي، ویسټ‌انډیزي سمیول بدري او افریقايي عمران طاهر سره کړې ده.

دوی ویلي، د راشد د توپ‌اچونې سټرایک له ۱۷ کم دی؛ یعنې له هرو ۱۷ توپونو مخکې یې یوه وېکټ اخیستې او د توپ‌اچونې ایکانومي یې له اووه کمه ده؛ یعنې هر اوور کې یې له اووه کمې منډې ورکړې دي.

راشدخان چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو لوبډلمشر هم دی، اوسمهال د هندوستان په شل‌اوریز سوداګریز لیګ (ای‌پي‌اېل) کې د ګجرات‌ ټایټنز لوبډلې په ګټه لوبه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.