د راپورونو له مخې، روسیې او اوکراین د یوې هوکړې له مخې نن په درېیمه تبادله کې د یو او بل ۶۰۶ بندیان ازاد کړي دي.
د راپورونو له مخې، هند د تېرې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر له سره پیل کړی دی.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي، شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربهتوب د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.
د راپورونو له مخې، روسیې او اوکراین د یوې هوکړې له مخې د یو او بل ۳۹۰ نظامي او ملکي بندیان ازاد کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، د بودجې کمښت له امله به ۶،۳ میلیونه کسان چې ډېری يې ښځې او نجونې دي، اساسي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت لومړي مرستیال د یوناما له مشرې سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه نن اوزبېکستان ته لاړه.
د بلوچستان په خضدار ولسوالي کې د ښوونځي د زدهکوونکو پر یوه بس موټر ځانمرګی برید شوی چې د درېیو ماشومانو په ګډون پهکې پنځه کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له افغانستانه د وارداتو لپاره د الکټرونیکي فورم معافیت د روان کال د جون تر ۱۴مې نېټې پورې غځولی دی.
د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسیون وایي، افغان سوکوهونکي فردوس نجیبي د اسیا اتلولۍ سیالیو کې خپل عربستاني سیال ته په ماته ورکولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومومنده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو نن د کازان د ۱۶م فورم لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې روسیه غواړي له افغانستانه دغه هېواد ته پر صادرېدونکو تازه او وچو مېوو تعرفه صفر کړي.
کابل کې د چین سفیر له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۱۶۰ کورونو جوړولو او له هغوی سره د ۳۰ میلیونه ینه نغدي مرستې خبر ورکړی دی.