کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، د بودجې کمښت له امله به ۶،۳ میلیونه کسان چې ډېری يې ښځې او نجونې دي، اساسي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن (پنجشنبه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د بودجې کمښت له امله ۶،۳ میلیون خلک به اړینو روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی له لاسه ورکړي چې ډېرې یې ښځې او نجوني دي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیایي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه تړلو ته اړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې، دواړو خواوو د افغانستان روغتیا سکټور کې د شته خدماتو د څرنګوالي، شوو پرمختګونو، ننګونو، د نړۍوالو مرستو د اړتیا او غوره مدیریت، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو او له روغتیا سکټور سره د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه خبرې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP