د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسیون وایي، افغان سوکوهونکي مبصر قاطع د اسیا د اتلولۍ سیالیو کې له خپل قزاقستاني سیال څخه ماتې وخوړه.
په لیبیا کې د امریکا سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له غزې دغه هېواد ته د فلسطینیانو لېږدولو پر پلان کار کوي.
د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو په لړ کې تېره شپه خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله او نن درېیمه لوبه د هند پر وړاندې کوي.
د سپینغر زون د معلولینو لوبډلې د هېواد په کچه د زونونو ترمنځ د شلاوریزو سیالیو اتلولي وګټله.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د بېسبال فدراسیون د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې شلکسیزه نوملړ اعلان کړ.
د خوړو خوندیتوب برخې نړۍوال کارپوهان وایي، که اسرائیل د غزې کلابندي پای ته ونه رسوي او پوځي عملیات ونه دروي، هلته به خلک له سختې قحطۍ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، امریکا او چین پر یو بل د تعرفو د کمولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمهییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي، له دینې اړخه د ځینو ملاحظاتو له امله په هېواد کې «شطرنج لوبه» ځنډول شوې ده.
د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسیون وایي، د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي د سوکوهنې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن سریلانکا ته لاړل.
د المپیک ملي کمېټه وایي، نن یې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو څخه د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د ووشو سیالۍ پیل کړې دي چې درې ورځې به دوام وکړي.