کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د بېسبال فدراسیون د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې شلکسیزه نوملړ اعلان کړ.
ټاکل شوې چې د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالۍ سبا (د غویي ۲۵مه) د ایران په کرج ښار کې پیل شي.
د افغانستان د بېسبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو کې د ګډون په موخه د ملي لوبډلې شل کسیزه نوملړ اعلان کړی دی.
په دغه نوملړ کې عبدالغفور لوبډلمشر، کرامت، دلاور، عثمانغني، سراجالدین، احمدالله، طارق، حبیبالله، اللهمحمد، کاشف احمد، احسانالله، عثمان، نجم الاسلام، محمداصف، صدیقالله، عزیزخان، امیرخان، مطیعالله، دوست محمد او سلیمان شامل دي.
سرچینې ویلي، په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره افغان لوبډله پرون د ایران کرج ښار ته رسېدلې چې خپله لومړی لوبه به د مې میاشتې په ۱۶مه د فلسطین پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان د بېسبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د فلسطین، هند، سریلانکا، ایران، پاکستان او د بنګلهدېش لوبډلې ګډون کوي.
په یادو سیالیو کې افغان لوبډله د فلسطین، هند او د سریلانکا لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د مې په ۱۷مه له سریلانکا سره او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۸مه د هند پر وړاندې ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP