عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملا عزت ښارګوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت له وزیرې سره د بشري مرستو پر لا ښه مدیریت او د دغه هېواد د لوړو زدهکړو له وزیرې سره پر علمي او کلتوري همکاریو خبرې کړې دي.
کابل کې نن د والیبال څلورم پړاو غوره لیګ ته د لوبغاړو غوراوي په موخه تمریني کمپ پیل شو چې له ټولو ولایتونو پهکې ۱۵۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې یې د هوا له لارې د مرستو رسولو خدمات ممکن د تمویل د ډېر کمښت له امله ودرول شي.
کابل کې د جمناستیک او کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې چې ۲۲۲ لوبغاړو په کې په بېلابېلو عمري کټګوریو کې برخه اخیستې وه.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د روان کال تر پایه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د راتګ د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته له لار موندې وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې سبا خپله څلورمه او وروستۍ لوبه د نیپال له لوبډلې سره کوي.
د اسلامي امارت ویاند د روسیې له لوري د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه د «طالبانو» نوم ایستل یو مهم ګام بللی او په خبره یې، اسلامي امارت له روسیې سره پراخو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته هیلهمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه کابل راځي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه ترسره شي.