کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): کابل کې نن د والیبال څلورم پړاو غوره لیګ ته د لوبغاړو غوراوي په موخه تمریني کمپ پیل شو چې له ټولو ولایتونو پهکې ۱۵۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، نن په کابل کې د والیبال څلورم پړاو تمریني کمپ پیل شو چې ۲۰ ورځې به دوام ولري.
سرچینې زیاته کړې، په دغه تمریني کمپ کې له ټولو ولایتونو ۱۵۰ لوبغاړو برخه اخیستې چې په پای کې به ۳۰ لوبغاړي د والیبال غوره لیګ سیالیو ته غوره شي.
سرچینې ویلي، په یاد تمریني کمپ کې له ۱۸ څخه نیولی تر ۲۳ کلنو عمر لرونکو لوبغاړو ګډون کړی چې د لومړۍ درجه نړۍوال لایسنس لرونکو روزونکو تر څارنې لاندې به عملي او نظري زدهکړې وکړي.
د المپیک ملي کمېټې نه دي ویلي چې د افغانستان د والیبال غوره لیګ سیالۍ څه وخت ترسره کېږي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمدعارف پیمان د تېرې کب میاشتې په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د والیبال غوره لیګ څلورم پړاو سیالیو د پیل دقیقه نېټه لا تر اوسه معلومه نه ده.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د ګډونکوونکو لوبډلو شمېر لا وروستی شوی نه دی خو تېر کال په دغو سیالیو کې د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو اتو لوبډلو ګډون کړی و.
د یادونې ده، د والیبال غوره لیګ سیالیو درېیم پړاو د تېر ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شو چې اتلولي یې د امالبلاد لوبډلې وګټله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP