Language

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته لار پیدا کړه

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو عمان، نیپال، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۱۳مه په نیپال کې پیل شوې وی او نن پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې په خپلو درې لومړیو لوبو کې عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې وه چې نن له نیپال سره لوبه ترسره کړي خو په لوبغالي کې د دوامداره ورښت له امله لوبه ترسره نه شوه.

دا چې په یادو سیالیو کې د نیپال له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې هم درې لوبې ګټلې وې خو د افغانستان د زیاتو امتیازونو «لوړ نیټ‌رن ریټ» لرلو سره د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته یې لار پیدا کړه.

ټاکل شوې چې د کرکټ نړۍوالې شورا د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ۵۰ اووریزه نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.