Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عدلیې وزارت کابل کې د «ملا عزت ښارګوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملا عزت ښارګوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي ده.

د اسلامي امارت له عدلیې وزارت څخه نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د مرکزي زون د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د «ملا عزت ښارګوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د «ملا عزت ښارګوټي» څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکه بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه رسماً د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې ده.

د یادونې ده چې عدلیې وزارت د تېر ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د پغمان ولسوالۍ په قرابل سیمه کې د «سردار محمد داوودخان ښارګوټي» ۵۵۶ جریبه ځمکه هم امارتي تثبیت کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.