کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند د روسیې له لوري د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه د «طالبانو» نوم ایستل یو مهم ګام بللی او په خبره یې، اسلامي امارت له روسیې سره پراخو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته هیلهمن دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د روسیې له ټاس خبري اژانس په خبرو کې ویلي، د روسیې له لوري د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه د «طالبانو» نوم ایستل یو مهم ګام او له دغه هېواد سره بشپړو ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو ته هیلهمن دی.
مجاهد زیاته کړې: «موږ دغه ګام خورا مهم ګڼو او په راتلونکي کې به افغانستان او روسیه یقیناً په اقتصادي او د ډیپلوماسۍ برخو کې ښې اړیکې رامنځته کړي.»
هغه زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان په اړه سمه پالیسي غوره کړې ده.
نوموړي روسیې ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې تر دې مهاله په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د روسیې سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د روسیې د سترې محکمې هغه تصمیم رسماً ابلاغ کړ چې پراساس یې د افغانستان اسلامي امارت «د طالبان غورځنګ» د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته وایستل شو.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو چې د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP