Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د جمناستیک او کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): کابل کې د جمناستیک او کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې چې ۲۲۲ لوبغاړو په ‌کې په بېلابېلو عمري کټګوریو کې برخه اخیستې وه.

د دغو سیالیو د پیل پر مهال د مرکزي زون د جمناستیک رییس یونس نبي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، «پسرلني جام» په نوم د جمناستیک پنځم پړاو سیالۍ نن ترسره شوې چې د کابل ښار د ۱۲ کلبونو څخه ۷۲ لوبغاړو په‌کې ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ په څلورو عمري کټګوریو کې د کوچنیانو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ ترسره شوې.

نوموړي وویل، د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه د جمناستیک ورزش ته پرمختګ ورکول او په دې برخه کې د غوره استعدادونو پیدا کول وو.

دغه راز، د رزمي ورزشونو د کیک جیتسو سبک رییس حامد صدیقي پژواک ته وویل چې نن د مرکزي زون د څلورو ولایتونو کابل، کاپیسا، پروان او میدان‌وردګ څخه د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ په څلورو عمري کټګوریو کوچنیانو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

هغه وویل، د یادو سیالیو له ترسره کولو هدف په یاده برخه کې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.

ورته مهال، د جمناستیک لوبغاړي احمد یاسین چې په سیالیو کې یې ګډون کړی و، وویل، دا د ده لپاره ډېرې ګټورې سیالۍ وې او ډېره تجربه یې په‌کې ترلاسه کړه.

نوموړي وویل، د داسې سیالیو ترسره کول د جمناستیک د لوبې د پرمختګ لپاره مهم دي او د لا ډېرو سیالیو د ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

حامد هاشمي چې د کیک جیتسو سیالیو کې یې ګډون کړی او لوبه یې هم ګټلې، پژواک ته یې وویل، دغو سیالیو ته یې ډېر چمتووالی نیولی و، ځکه یې ښه پایله ترلاسه کړه او خپل سیال ته یې ماتې ورکړه.

هغه زیاته کړه، پنځه کاله کېږي چې د کیک جیتسو لوبه کوي او هیله یې دا ده چې ملي لوبډلې ته لار ومومي او یوه ورځ له هېواده بهر په نړۍوالو سیالیو کې برخه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.