کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت له وزیرې سره د بشري مرستو پر لا ښه مدیریت او د دغه هېواد د لوړو زدهکړو له وزیرې سره پر علمي او کلتوري همکاریو خبرې کړې دي.
د بهرینو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د نړۍوالو همکاریو برخه کې د قطر د دولت له وزیرې مریم بنت علي المسند او د لوړو زدهکړو له وزیرې لولوة الخاطر کتلي دي.
بلخي لیکلي، په دې ناستو کې د بشري مرستو، د مرستو د ښه مدیریت، علمي او کلتوري همکاریو او د ظرفیتجوړونې په اړه خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې متقي په افغانستان کې د روغتونونو جوړولو ترڅنګ ظرفیت جوړونه او له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې مهمې بللې دي.
بلخي وړاندې لیکلي، دغه راز متقي د قطر دولت د لوړو زدهکړو له وزیرې سره په علمي، کلتوري او د مسلکي استادانو د روزنې برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د یادونې ده، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روانې غویي میاشتې په اوومه قطر ته تللی او هلته د دغه هېواد له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه په لیدنو کتنو بوخت دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP