کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه ترسره شي.
د روسیې ټاس خبري اژانس نن په یوه راپور کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، د کازان فورم څنډه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه هم ترسره شي.
د ضمیر کابلوف په خبره، په دې غونډه کې به روسي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال، الکسي اویرچوک په مشرۍ د اسلامي امارت له لوړپوړي پلاوي سره خبرې وکړي.
نوموړي ویلي: «هغه څه چې په ډاډ سره ویل کېدای شي دا دي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه به د مې میاشتې په نیمایي کې د کازان فورم په څنډه کې ترسره شي.»
هغه په روسیه کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د «طالبانو» د نوم ایستل د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو برخه کې د ستر خنډ له منځه وړل بللي دي.
هغه زیاته کړې: «موږ به دلته نه درېږو؛ ځکه په دې لار کې نور ګامونه پورته کولو ته اړتیا ده او د جزئیاتو په اړه خبرې کولو ته هم ډېر وختي دی.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د روسیې سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د روسیې د سترې محکمې هغه تصمیم رسماً ابلاغ کړ چې پراساس یې د افغانستان اسلامي امارت «د طالبان غورځنګ» د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته وایستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP