Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړو نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا له نیپال سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې سبا خپله څلورمه او وروستۍ لوبه د نیپال له لوبډلې سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرباڼه کې ویلي، افغان ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې د سبانې لوبې لپاره خپل تمرینات ترسره کړل.

سرچینې زیاته کړې، افغان لوبډله به سبا د کابل پر وخت سهار اته بجې او ۱۵ دقیقې د کوربه نیپال لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي چې ګټونکي لوبډله به یې د کرکټ نړۍوالې شورا له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړو نړۍوال جام ته لار ومومي.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې عمان، متحده عربي اماراتو او د هانګ‌کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې او د نیپال لوبډلې هم خپلې درې لوبې ګټلې دي.

ټاکل شوې، د کرکټ نړۍوالې شورا له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ۵۰ اوریز نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.