کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې یې د هوا له لارې د مرستو رسولو خدمات ممکن د تمویل د ډېر کمښت له امله ودرول شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، کله چې سړکونه بند وي، مرستې د هوا له لارې رسول کېږي او مرستندوی کارکوونکي د افغانستان تر ټولو سختو ځایونو ته الوتنې کوي.
سرچینې زیاته کړې، اوس د مرستو الوتنې ممکن د تمویل د سخت کمښت له امله ودرول شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي، دوی په ۲۰۲۵ کال کې د الوتنو د دوام لپاره په بېړني ډول ۱۰،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دغه راز، ډبلیواېفپي درې ورځې مخکې هم ویلي وو چې د روان کال تر پایه له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د راتګ د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، د تېرې وري میاشتې په ۱۸مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د نړۍ له مرستندویو هېوادونو او بنسټونو غوښتي وو څو له افغانانو سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي او زیاته کړې یې وه چې په افغانستان کې روان کال ۲۲،۹ میلیون خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP