Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالۍ؛ افغان لوبډله نن له هند لوبډلې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو په لړ کې تېره شپه خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله او نن درېیمه لوبه د هند پر وړاندې کوي.

د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالۍ د غویي په ۲۵مه د ایران په کرج ښار کې پیل شوې دي.

د افغانستان د بېسبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، افغان ملي لوبډله به نن خپله درېیمه لوبه د افغانستان په وخت له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې د هند پر وړاندي ترسره کړي.

افغان لوبډلې وړمه ورځ خپله لومړۍ لوبه فلسطین ته بایللې وه او په دویمه کې یې بیا تېره شپه له سریلانکا ماتې وخوړه.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د فلسطین، هند، سریلانکا، ایران، پاکستان او د بنګله‌دېش لوبډلې ګډون لري چې افغان لوبډله له فلسطین، هند او سریلانکا لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.