Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوک‌وهنې ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره سریلانکا ته ولاړل

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون وایي، د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي د سوک‌وهنې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن سریلانکا ته لاړل.

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د سوک‌و‌هنې ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي د ۲۵ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار سریلانکا ته لاړل چې دوو روزونکو یې هم ملتیا کوله.

سرچینې لیکلي، په دغو سیالیو کې د ۲۵ هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي چې د ځوانانو او لویانو په دوه عمري کټګوریو کې به ترسره شي.

د افغانستان د سوک‌وهنې فدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ پرون (د مې په لسمه) پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

د یادونې ده چې افغان سوک‌وهونکي شاهد خروټي د تېرې جمعې په ورځ پېښور کې خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.