Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې شطرنج لوبه وځنډول شوه

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي، له دینې اړخه د ځینو ملاحظاتو له امله په هېواد کې «شطرنج لوبه» ځنډول شوې ده.

د المپیک، بدنې روزنې او ورزش د لوی ریاست ویاند اتل مشواڼي نن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د شطرنج لوبې په اړه له دیني اړخه ملاحظات موجود دي، د امر بالمعروف په قانون کې یې هم منعه راغلې ده، له همدې وجې څو چې یادو ملاحظاتو ته ځواب پیدا کېږي، شطرنج لوبه په افغانستان کې په تعلیق کې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې د المپیک ملي کمېټې په افغانستان کې پر فري‌فایټ (ازادو سیالیو) بندیز ولګاوه او ویلي یې وو چې دغه ورزش له شرعي اړخه ستونزې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.