منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:16 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

افغان سوک‌وهونکي مبصر قاطع له خپل قزاقستاني سیال څخه ماتې وخوړه

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون وایي، افغان سوک‌وهونکي مبصر قاطع د اسیا د اتلولۍ سیالیو کې له خپل قزاقستاني سیال څخه ماتې وخوړه.

· 1 دقیقه لوستل · 214 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون وایي، افغان سوک‌وهونکي مبصر قاطع د اسیا د اتلولۍ سیالیو کې له خپل قزاقستاني سیال څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، دغه سیالۍ نن له غرمې مخکې د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې ترسره شوه او افغان سوک‌وهونکي مبصر قاطع په ۸۶ کیلوګرام وزن کې له خپل قزاقستاني سیال ابراهیم څخه یې ماتې وخوړه.

سرچینې زیاته کړې، افغان لوبغاړي په دغه سیالۍ کې له خپل سیال سره زړه‌راښکونکي او تخنیکي لوبه وکړه خو د نومرو په توپیر یې سیالۍ مقابل لوري ته وبایلله.

د اسیا د اتلولۍ سیالۍ د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې روانې دي چې له افغانستانه په کې پنځه لوبغاړو ګډون کړې دی.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۵ هېوادونو د سوک‌وهنې لوبغاړي ګډون لري.