Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا او چین د تعرفو د کمولو پر سر هوکړه کړې

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، امریکا او چین پر یو بل د تعرفو د کمولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، امریکا او چین نن (دوشنبه) د متقابلو تعرفو کمولو لپاره یوې موافقې ته رسېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په جینیوا کې له چینایي چارواکو سره له خبرو وروسته د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ خبریالانو ته ویلي چې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د دې برخې اقدامات به د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي.

راپور کې راغلي، امریکا پر چیني وارداتو لګول شوې ۱۴۵ سلنه تعرفه ۳۰ سلنې ته او چین د امریکا په وارداتو ۱۲۵ سلنه تعرفه ۱۰ سلنې ته راټيټه کړې ده.

بیسنټ ویلي: «دواړه هېوادونه د خپلو ملي ګټو په ښه توګه استازیتوب کوي، موږ دواړه متوازنې سوداګرۍ ته لېوالتیا لرو، متحده ایالات به خپل دې مسیر ته دوام ورکړي.»

راپور کې دغه راز راغلي، واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو او پر چین د تعرفې لوړولو له پیل راهیسې، د جینیوا غونډه کې د امریکا او چین د لوړپوړو اقتصادي چارواکو ترمنځ دا لومړۍ مخامخ خبرې اترې وې.

د یادونې ده، کله چې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شو، د چین په ګډون یې د ځینو نورو هېوادونو پر توکو تعرفې لوړې کړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.