Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله اوزبېکستان ته لاړه

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه نن اوزبېکستان ته لاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه نن چهارشنبه د اوزبېکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړه.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۲۴مه د اوزبېکستان په کوربه‌توب پیلېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، د ایران، اوزبېکستان، تاجکستان، قرغزستان او د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې برخه لري.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې تېر کال د دغو سیالیو اتلولي ګتلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.