کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، روسیې او اوکراین د یوې هوکړې له مخې نن په درېیمه تبادله کې د یو او بل ۶۰۶ بندیان ازاد کړي دي.
رویټرز په یوه راپور کې ویلي، روسیې او اوکراین نن یکشنبه ۶۰۶ بندیان تبادله کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، د بندیانو تبادله درې ورځې مخکې د جمعې په ورځ پیل شوې وه او نن د یادو بندیانو په تبادلې سره د روسیې او اوکراین د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ بندیانو تبادله بشپړه شوه.
سرچینې د اوکراین د ولسمشر له قوله لیکلي: «نن زموږ د وسلهوالو ځواکونو ملي ساتونکي، دولتي سرحدي ساتونکي او د دولتي ځانګړي ترانسپورټ د خدماتو جنګیالي بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول.»
تېره اونۍ روسي او اوکرایني چارواکو د سولې مذاکراتو په نوي پړاو کې د ۲۰۰۰ بندیانو د تبادلې هوکړه کړې وه.
د یادونې ده، روسیې او اوکراین د تېرې جمعې په ورځ ۳۹۰ – ۳۹۰ او پرون یې د یو او بل ۳۰۷ -۳۰۷ بندیان خوشي کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP