Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د روان میلادي کال په سپټمبر یا اکټوبر میاشت کې ترسره شي چې افغانستان به پهکې د یوه بشپړغړي په توګه ګډون وکړي.
د هند په تیلنګانه ایالت کې پرون په یوه فابریکه کې چاودنه شوې وه چې له امله یې ۳۹ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې د دغه سازمان د بېړني غبرګون له صندوق (CERF) څخه
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه غونډه کې ویلي، د اسلامي نړۍ هېوادونه په روان حالت کې د دې فرصت لري چې پر خپلو مشترکاتو سره را ټول شي، پر شته ننګونو او د وروسته پاتېوالي پر اسبابو ژور فکر وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي چې تېره شپه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی، ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې به له ګډو ستونزو او ګواښونو سره د مبارزې، په ځانګړې توګه د وروستیو بریدونو په اړه خبرې وکړي.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ۱۴۰۳ لمریز کال د عصریې پیسې ورکړل شوې.
په افغانستان کې بشري سازمانونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او په دغه هېواد کې د نازک وضعیت لا خرابېدو مخنیوي لپاره دې په ګډه اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په افغانستان کې د روان خوراکي کړکېچ مخنیوي لپاره یې «لومړني خواړه د افغانستان لپاره» په نوم یو پراخ پرواګرام پیلوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهي (اماني) صندوق وایي چې په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې یې نږدې ۳۷ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه او له دې لارې یې له څه باندې ۱،۳ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.
مسوولین وايي، د بدخشان د زیباک ولسوالۍ له لارې تر ډېورنډ فرضي کرښې پورې د پنجشېر سړک د جوړېدو چارو له بشپړیدو سره، د دغه ولایت په ګډون د هېواد شمالختیځ ولایتونه د لومړي ځل لپاره د خیبر پښتونخوا له چترال سیمې سره ونښلول شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د هغه د پراختیا په موخه په نوي کابل ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ورکول کېږي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د هند د کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP