Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د یو کال عصریه ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ۱۴۰۳ لمریز کال د عصریې پیسې ورکړل شوې.

د المپیک، بدنې روزنې او د ورزش لوی ریاست پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ورزشکارانو ته د عصریې د وېشلو په لړ کې نن د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د تېر ۱۴۰۳ کال ورکړل شوه چې د هر لوبغاړي د یو کال عصریه ۱۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د عصریې د وېشلو پروسه څه موده مخکې پیل شوې وه چې د ۵۲  بېلابېلو فدراسیونونو څخه په ټوله کې ۳۷۶۷ ورزشکارانو ته عصریه وېشل شوې ده.

د یادونې ده، ورزشکارانو ته د عصریې وېشلو لړۍ د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په ۱۴مه پیل شوې وه او د المپیک ملي کمېټې مسوولینو هغه مهال ویلي وو چې ۳۷۶۷ لوبغاړو ته شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې او پر دوی به ووېشل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.