Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار ولايت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې د ۷۰۳ میلیون افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې بشپړې شوې دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پاکستان نن يو ځل بيا د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې قانوني اسناد نه لري خو د يوې هوکړې له مخې کوزې پښتونخوا ته ځي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د جلالاباد ښار سراج العمارت بڼ کې د بزګر ورځ د یوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست لخوا د نارنج ګل کلنۍ مشاعره د هېواد او کوزې پښتونخوا د شاعرانو او د شعر د زرګونو مينه والو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان بانک ریيس وایي، افغاني بانکنوټونه اوس يو باارزښته کرنسي ده، چې د نړۍ په کچه درېيم ځای لري او د پولي واحد ارزښت ساتل په نظام کې د شفافيت او فساد نه شتون څرګندونه کوي.
د ننګرهار ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو د ځوانانو د تشویق او سالم رقابت په موخه د مرحبا رمضان تر نامه لاندې د څلورو ولایتونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ډاکټرانو او د کلینکونو مسوولینو ته ویلي چې، شفري نسخو لیکونکو سره جدي او قانوني چلند کېږي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې د غره د ښویېدنې په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په تورخم کې د راستنېدنکو کډوالو کمپ څخه د لېدنې پر مهالاړونده مسؤولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې مسافرو او ناروغانو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هیوادونو کې استازولۍ لري.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه د دویمې ورځې لپاره هم د سوداګرۍ او ناروغانو پرمخ تړلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP