Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې پروني وسلهوال برید کې د هند قونسلګرۍ یو افغان کارکوونکی ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دوربابا او غنيخېلو ولسوليو کې شاوخوا ۴۱ کيلوګرامه نشهيي توکي نيولي دي.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې یوې ښځې د خپل زوی په همکارۍ خپله نګور وژلې او بیا یې د هغې مړی سوځولی دی.
د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۶نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک او ویالو جوړولو چارې پیل شوې.
په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او په غزني کې له دوه زره یتیمانو او بېوزولو زدهکوونکو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۴ کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړتوب حل او فصل شوه.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت خوږياڼو ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو تعویذګر وژلی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یو کس وژل شوی چې په تړاو یې د هغه مېرمن او یو بل کس نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشوم ساتنې نړۍوال صندق د دغه ولایت حوزوي روغتون د مور او ماشوم درملنې له څانګې سره د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د روغتيايي تجهیزاتو او وسايلو مرسته وکړه.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۴۰۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP