Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم لارې د خلاصون په موخه نن د دواړو غاړو کمیساران غونډه کوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، ټاکل شوې نن د تورخم لارې د خلاصون په موخه سیمه کې د دواړو غاړو کمیساران غونډه وکړي.

ورته مهال بیا ځایي سرچینې وايي، هیله‌مندي شته چې دغه لاره سبا د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجراییه پلاوي سرپرست مشر شاکرالله ساپي نن د (کب ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې نن چهارشنبه تورخم کې د افغانستان او پاکستان کمیساران د لارې د خلاصون په موخه ګډه غونډه وکړي.

هغه زیاته کړه: «چهارشنبه به په تورخم کې د دواړو هېوادونو کمیساران ناسته کوي، ډېر امکان شته چې له ناستې وروسته به لاره پرانیستل شي. د افغان لوري د جرګې غړو له کوم قید او شرط پرته د لارې د خلاصون غوښتنه کړې ده.»

له دې دوه ورځې مخکې د دواړو لورو قومي مشرانو او سوداګرو هم جرګه کړې وه چې د لارې د خلاصون پر سر هوکړې ته رسېدلي وو.

د یادې جرګې یوه ګډونوال او د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي عزیزالرحمن عرب پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې جرګه کې د اختر تر پنځلسمې د اوربند او د دروازې د خلاصون هوکړه شوې وه خو وروستۍ پرېکړه د دواړو خواوو حکومتونو پورې تړل شوې ده.

ورته مهال بیا تورخم کې یوې حکومتي سرچینې هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د لارې د خلاصون ډېره هیله‌مندي شته خو وايي، که کمیساران هوکړې ته ونه رسېږي، نو لاره به همداسې تړلې پاتې وي.

د یادونې ده چې نږدې یوه میاشت کېږي، تورخم دروازه د پاکستاني اړخ له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.