Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال‌اباد ښار د حلقوي سړک د جوړېدو عملي چارې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار د نوي حلقوي سړک د جوړېدو عملي چارې پیل شوې چې درې میلیارده افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښاروال قاري بسم‌الله بلال د دغه سړک د کارونو د پیل په مراسمو کې وويل، دا سړک درېیو فازونو او څو پړاونو کې جوړېږي چې نن یې د لومړي فاز د سړک هوارولو او د سړک له مسیر څخه د کورونو او سوداګریزو ځایونو د لرې کولو عملي چارې پیل شوې.

هغه وويل: «اول فاز ۸ اعشاریه ۳ کیلومتره اوږدوالی لري، له سرخاب پل څخه تر بهسودو پل پورې دی. د څلوېښت متره په پراخوالي د دغه سړک چارې ترسره کېږي چې وروسته به د دويم او درېيم فاز چارې هم په خپل وخت ترسره شي.»

هغه زیاته کړه، دا سړک به ښي او چپ لور ته څلور – څلور ترافيکي لينونه، دوه لوی پلونه، ويالې او نورې اسانتیاوې ولري.

د نوموړي په وينا، دا سړک د ښاروالۍ د عوايدو، تخنيکي ټيم، کارګرو او ماشينرۍ پرمټ د اتو مياشتو په موده کې جوړيږي.

نوموړي د دغه سړک په مسير کې د ټولو قانوني ملکيتونو د استملاک په اړه ډاډ ورکړ.

د جلال‌اباد ښاروال وويل، په دغه ۲۱ کيلومتره سړک درې ميليارده افغانۍ لګښت راځي چې اوس یې دوی د خپل ټيم پرمټ د سړک مسير جوړوي او وروسته به د ملي بودجې او همکارو موسسو په مرسته د سړک ټولې چارې بشپړې شي.

ورته مهال، د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي د دغه سړک په جوړېدو خوښ دي او غوښتنه کوي چې باید په معیاري ډول ورغول شي.

د يادونې ده چې د دغه جوړېدونکي ۲۱ کيلومټره حلقوي سړک د مسیر له معلومولو وروسته به د ښاروالي له داخلي عوايدو او د نورو اداراتو په همکاري د دغه سړک د قیر او اساسي جوړېدو چارې هم ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.