Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې د کارموندنې کمېټې ۵۰ زره راستانه شوي کډوال د مسلکي زده‌کړو او کار لپاره ثبت کړي

جلال‌اباد (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، تورخم کې راستنېدونکي کډوال د مسلکي روزنې او کارموندنې په موخه ثبیتږي، تراوسه یې نږدې ۵۰ زره کسان ثبت کړي چې وړتیاوو ته په کتو به ورته په راتلونکې کې د حرفوي زده‌کړو، د کوچنيو کاروبارونو او په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد. د راپورونو له مخې، له هغې را وروسته څه باندې سل زره افغانان په جبري ډول را ایستل شوي دي.

د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فرید الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو د عالي کمېسيون تر چتر لاندې په تورخم کې د کارموندنې کمېټې د کډوالو د جبري راستنېدنې د دویمې څپې له پيل سره سم خپل فعالیت پيل کړی دی.

دی وایي، یادې کمېټې د کار پيدا کولو او د مسلکي زده‌کړو د زمینې برابرولو په موخه د کډوالو د ثبت لړۍ پيل کړې ده.

هغه زیاته کړه، تر اوسه دې کمېټې د ۲۴ زره او ۴۶۶ ښځينه‌وو په ګډون ۴۹ زره او ۴۹ کسان ثبت کړي چې له ډلې يې نږدې ۱۶ زره مسلکي، نږدې ۳۰ زره غریبکاره او پاتې نور يې د ديني او عصري زده‌کړو لرونکي دي.

حقاني وایي، د ثبت شوو معلوماتو پر اساس به هغوی ته په راتلونکي کې د حرفوي زده‌کړو، د کوچنيو کاروبارونو او په دولتي ادارو کې د دندې زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال درې ورځې مخکې (د غویي په پنځمه) له تورخم سیمې څخه لیدنه کړې وه او ویلي وو، د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.