جلالاباد (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي چې د تورخم پرونۍ جګړه کې د پاکستاني ځواکونو ډزو کې اته کسان ټپيان شوي دي.
که څه هم سرچینې د ټپیانو د هویت په تړاو معلومات نه دي شریک کړي، خو یادونه یې کړې چې د ننګرهار مرستیال والي نن د دغه ولایت حوزوي روغتون کې د یادو ټپیانو پوښتنې ته ورغلی و.
سرچینه کاږي، د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی د يو شمېر مسوولینو په ملتيا د دغه ولایت حوزوي روغتون کې د تورخم وروستۍ پېښې د ټپيانو احوال واخیست او نغدي مرسته یې ورسره وکړه.
نوموړي له هېواده په دفاع کې د هغوی د اتلولۍ او شهامت ستاينه وکړه او روغتيا ته د ښې پاملرنې ډاډ یې ورکړ؛ دغه راز ډاکټرانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ټپیانو درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د ولایت مقام رسنیو دفتر دا هم ويلي چې په تورخم کې پرون د جګړې پر مهال د پاکستاني لوري هاوان مرمۍ لګېدو له امله اته کسان ټپیان شوي وو چې له ډلې يې پنځه کسان برسېرن ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شول او د پاتې نورو ټپیانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
که څه هم د دغو ټپیانو د هویت په تړاو د ولایت مقام د رسنیو دفتر وضاحت نه دی ورکړی، خو پرون په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو د یوې مرمۍ لګېدو پېښه کې د پژواک خبري اژانس ويډیو خبریال ولي محمد شینواری، د شمشاد ټلوېزیون خبریال هدایتشاه هدایت او د حریت راډیو خبریال عزیزالحسن نعماني ټپیان شوي وو. هدایت شاه له لومړنۍ درملنې وروسته کور ته رخصت شوی او دوه نور لا هم روغتون کې بستر دي.
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې نښتې روانې دي چې دواړه غاړې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP