Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پنجشېر ځايي مسوولین وايي، یوه روسي سوداګر او پانګهوال د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو پر شپږو کانونو د پانګونې طرحه وړاندې کړې ده.
په نههدېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۴۱۳ قیراطه زمرد د ۱۷۱ زره او ۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د فوټبال سیالۍ چې دوه اونۍ مخکې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې پیل شوې وې، نن د «عقابان» لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په ۳۸مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۸۰ قیراطه زمرد د ۹۷ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر د زمردو په ۳۷مه داوطلبۍ کې ۳۲۹۵ قیراطه زمرد په ۲۲۶ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول او چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې د کانونو برخه کې د پانګونې لومړنۍ طرحې وړاندې کړې.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه پنځه کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو اړوند د زمردو ۲۱ نوې کاني ساحې تثبیت شوې دي.
پنجشېر کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز بازارک کې درې کسان د پولیسو له لوري د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
په ۳۶مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۲۰۹ قیراطه زمرد د ۱۴۶ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي چې دغه ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره وصل شي.
په څلور دېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي ۲۰۳۵ قیراطه زمرد په ۴۹ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې د چهارمغزو حاصلات ۲۳۵ ټنه وو خو سږ کال یې دغه کچه شاوخوا ۲۰۰ ټنو ته راټیټه شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP