پاراخ (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): په ۳۸مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۸۰ قیراطه زمرد د ۹۷ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې داوطلبۍ کې د پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، کندهار، بغلان او اروزګان ولایتونو ۱۰۲ سوداګرو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې یاده اندازه زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي وو.
پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۳۸ ځلې د ازادې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۲۱ ته رسېږي چې له ډلې یې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP