Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې ۳۲۹۵ قیراطه زمرد په څه باندې ۲۲۶ زره ډالرو وپلورل شول

پاراخ (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د پنجشېر د زمردو په ۳۷مه داوطلبۍ کې ۳۲۹۵ قیراطه زمرد په ۲۲۶ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول او چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې د کانونو برخه کې د پانګونې لومړنۍ طرحې وړاندې کړې.

د پنجشیر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده داوطلبۍ کې د کابل، پروان، کاپیسا، کونړ، کندهار، بغلان او اروزګان ۱۱۰ سوداګرو ګډون درلود.

هغه زیاته کړه چې یاده اندازه زمرد د پنجشېر له لومړۍ حصې ولسوالۍ استخراج شوي وو.

د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي حافظ محمداغا حکیم سره په لیدنه کې د بیروج او زمردو کانونو برخه کې د پانګونې لپاره خپلې لومړنۍ طرحې وړاندې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشېر والي د چیني سوداګرو د وړاندیزونو هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي چې په عملي توګه دې پانګونه وکړي.

هغه ویلي چې محلي اداره د یادې پروسې اسانولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په لومړیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۳۶ ځلې د داوطلبۍ له لارې په داخلي او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له ډلې یې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.