Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر والي د دغه ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی او خبریالان باید د پېښو پر مهال حقیقت پټ نه کړي او د ولس ستونزو ته دې په بېطرفه ډول پوښښ ورکړي.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې تېره ورځ او شپه د د سخت ورښت له امله په دغه ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې درېیو کسانو ته مرګژوبله هم اړولې ده.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د نایب امینالله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنې لپاره موقتي کمپ پرانیستل شو.
د لوګر د کرکټ امریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې چې شاوخوا ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
د عینکو مسو کان د استخراج د قراردادي چیني شرکت (اېمسيسي) مسوولین وايي چې «د دغه کان پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې» او ډير ژر به یې د استخراج عملي چارې پیل کړي.
د لوګر قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه کې د اسلامي نظام او د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۱۳ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د لوګر د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي، د والیبال «اختریز جام» سیالۍ چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
لوګر کې د هېواد د اتو ولایتونو د سلګونه کوچیانو په ګډون په یوه ولسي غونډه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره د خلکو د عامه پوهاوي کچې پر لوړولو او ځوانانو ته د زدهکړو زمینې پر برابرولو ټینګار وشو.
د لوګر کرکټ امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ د «سفېدسنګ» کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د کډوالو ښارګوټي یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP