Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
په لوګر ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې په تېرو ۲۰ ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او ازرې ولسوالۍ کې څلور زره جریب د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې دوو ښځو ځانوژنه کړې ده.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یو شمېر بزګرانو په ګډون په لومړي ځل د کروندې ورځ ونمانځل شوه.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د پوستکي ناروغۍ «لمپيسکېن» واکسین پیل شو.
په لوګر ولایت کې د ۱۹۳ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې ریاست اړوند د ۳۲ رغنیزو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ کې د بنګو ۲۵۰۰ جریب کښتونه له منځه وړل شوي دي.
د لوګر کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او برهکيبرک ولسوالۍ کې ۸۰۰ بېوزله ښځو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د لوګر په برهکيبرک ولسوالۍ کې د شاوخوا شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر د کار او ټولنيزو چارو ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې یې شاوخوا ۷۰۰ بېسرپرسته ماشومانو ته د پالنې او روزنې زمينه برابره کړې ده.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې په خوښۍ ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور د ښکاري ټوپک په ډزو وژلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP