منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · Kabul ۳:۱۸ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د لوګر د پوهنې له ریاست سره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۳ کتنې

پل‌علم (پژواک، ۲۴ غويی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) د لوګر ولایت له دولتي ښوونځیو سره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو درسي توکو کې کتابونه، د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره قرطاسیه، خېمې او نور اړین وسایل شامل دي.

عرب زیاته کړه چې دغه درسي توکي به د پوهنې ریاست د یوه ګډ پلاوي له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د دولتي ښوونځيو پر ۵۰ زره زده‌کوونکو او ښوونکو ووېشل شي.

نوموړي دغه راز وویل، د روان ښوونیز کال په پيل کې پوهنې وزارت هم سلګونه زره ټوکه د ښوونځيو کتابونه پر زده‌کوونکو وېشلي او تر ډېره په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت ستونزه د پخوا په پرتله کمه شوې ده.

د مرکز پل‌علم یوه ښوونکي صدیق‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري له ښوونځيو سره د درسي توکو مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه، اوس هم په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د ښوونځيو زده‌کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي او باید پوهنې وزارت او نړۍوال بنسټونه دې ستونزې رسېدنه وکړي.

هېره دې نه وي، له دې مخکې هم د لوګر له ښوونځیو سره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته شوې ده.