Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا یو عامه کتابتون پرانیستل شو .
د هلمند ځایي مسوولین وايي، تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه سراچه موټر چپهکېدو له امله د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د نږدې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات او دوو نورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو د ریحان «کشمالي» ګلانو کرنې ته مخه کړې چې د تېر کال په پرتله پهکې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د جوازونو د ارزونې کمېټې له لوري په تېره یوه اونۍ کې ۱۲۴ صرافۍ د جواز نهلرلو له امله تړل شوې دي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دوه ماشومان د اوبو لویې ویالې ته له لوېدو وروسته مړه شوي دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جمنازیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د څه باندې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د لښکرګاه – کندهار لویې لارې د ۱۱ کیلومتره سړک د پراخولو او قیراچونې چارې پیل شوې.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې د دوو مهال عملیاتو پر مهال درې انسانتښتوونکي او ۱۳.۵ کیلوګرامه هیروین نیولي دي.
د هلمند سمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ماشوم د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د هلمند د خانشین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی له مرکز لښکرګاه سره هیڅ معلوم سړک نهلري چې له امله یې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP