منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هلمند کې دوه ماشومان د اوبو لویې ویالې ته لوېدلي او مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۰ کتنې · تازه شوی

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دوه ماشومان د اوبو لویې ویالې ته له لوېدو وروسته مړه شوي دي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ په نري‌پل سیمه کې یو څلور کلن هلک او یوه اووه کلنه نجلۍ د اوبو لویه ویاله کې له لوېدو وروسته مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د نادعلي او مارجې ولسوالیو د امنیتي مسوولینو په هڅو د نجلۍ جسد د نادعلي شنه کلي سیمه کې او د هلک جسد د مارجې ولسوالۍ چور چاراهي سیمه کې موندل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.