Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه ولایت له بالابلوک او فراهرود ولسوالیو پرته د نورو ټولو ولسوالیو سړکونه لا هم خامه دي چې له امله یې خلک په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د فراه ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې له څه باندې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د فراه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند مهاجرینو سیمه کې نن سهار د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په بکواه او ګلستان ولسوالیو کې له ۸۵۰ سیلابځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
نن سهار د فراه د مرکز اړوند باغپل سیمه کې یوه کورنۍ کې د کاکا زامنو ترمنځ د میراث پر سر شخړه کې د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.
په فراه ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د فراه سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د سیلابونو راوتو له امله ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله دوو کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني حل او فصل شوه.
د فراه برېښنا امریت وايي چې د درېیو نوو جنراتورونو په پېرلو سره به له دې وروسته د فراه ښار اوسېدونکو ته ۱۲ ساعته برېښنا ورکړل شي.
د فره ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.
د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د لویو باروړونکو موټرو لپاره د یوه معیاري ترمینل جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP